نړیوال خبرونه

د امریکا انډیانا ایالت کې خونړۍ بر ید شوی

20220718 122227
Avatar photo
Written by Zwak News

د امریکا د انډیانا ایالت په انډیاناپولیس ښار کې په وسله وال برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

د انډیاناپولیس په ګرین ووډ پارک  کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید وشو.

په لومړنیو پلټنو کې په برید کې د دوو  تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی وو چې وروسته  د انډیاناپولیس د پولیسو مشر جیف ایسون بیا وویل چې ددې برید د برید کوونکي  د وژل کیدو سره د مړو شمیره درې تنو ته لوړه شوه. هغه وویل چې پدې برید کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

ايسون وويل، چې بريدګر هم د يوه ملکي کس له خوا چې وسله يي درلوده په ډزو وژل شوى او دوه تنه ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، چې په ټپيانو کې يوه ١٢ کلنه نجلۍ هم شامله ده، پولیسو مشر ویلي دي چې د پیښې او بریدګر په اړه څیړنې پيل شوي دي.

اسون ویلي چې د برید لامل لا معلوم ندی  او د سوداګریز مرکز  په تشناب کې یوه مشکوکه کڅوړه نیول شوې ده.

Leave a Comment