د افغان لوبډلې راتلؤنکې لوبې له چاسره او څه وخت دي؟
دا چي یوازي 1 ورځ وروسته شپږیزه لیګ شروع کیږي، نو د نولس کلنو او کورني کرکټ لوبغاړو ترڅنګ ملي لوبغاړي هم په شپږیزه لیګ کې لوبیږي،
د شپږیزې لیګ څخه وروسته افغان لوبډله د آګسټ میاشتې په 9مه نېټه له آيرلېنډ لوبډلې سره د 5 شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پيلوي؛ چي لومړۍ لوبه یې د آګسټ په 9مه، دویمه لوبه یې د آګسټ په 11مه، درېیمه لوبه یې د آګسټ په 12،
څلورمه لوبه یې د آګسټ په 15مه او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې د آګسټ په 17مه نېټه ترسره کیږي.
ددغو لوبو څخه وروسته افغان لوبډله به د آګسټ میاشتې په 27مه نېټه آسیا کپ سیالۍو کې خپله لومړۍ لوبه د بنګلادېش او دویمه لوبه د سپټمبر په لومړۍ نېټه سریلانکا لوبډلې خلاف ترسره کړي،
د آسیا کپ څخه وروسته افغان لوبډله به د اکټوبر په 22مه نېټه شل اوریز نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د انګلستان لوبډلې خلاف ترسره کړي، همدارنګه دویمه لوبه د نیوزلېنډ سره، درېیمه لوبه د B ګروپ بایلونکې لوبډلې سره، څلورمه لوبه د A ګروپ ګټؤنکې لوبډلې سره او پنځمه لوبه به د نومبر په 4مه نېټه اسټرالیا لوبډلې سره ترسره کړي.
مطلب داچي:
افغان لوبډله 23ورځي ورسته له آيرلېنډ سره، 41 ورځي وروسته آسیا کپ کې او 97 ورځي وروسته شل اوریز نړیوال جام کې لوبې لري؛ او د یادونې وړ ده چي د افغان لوبډلې دغه راتلونکې مالومې لوبې ټوله شل اوریزې دي.