په ایران کې د کرونا ویروس اومه څپه پیل شوې ده .
د ایران د روغتیا وزیر بهرام عین اللهي اعلان وکړ چې په هیواد کې د نوې ډول کرونا ویروس (کوویډ-۱۹) اووه څپه پیل شوې ده.
بهرام عین اللهي له خلکو وغوښتل چې واکسین شي او په ګڼه ګوڼه او سربندو ځایونو کې ماسک واغوندي.
د ایران د روغتیا وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۵۷۵۱ نوې پیښې ثبت شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې د نويو پېښو له جملې څخه د ۵۱۶ تنو وضعیت نازک او ۶۵۶ یې په روغتون کې بستري دي.
په ایران کې په ۲۰۲۰ کال کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له پیل راهیسې، ۱۴۱ زره ۴۹۹ کسان مړه شوي او ۷ میلیونه ۲۷۸ زره ۴۷۸ کسان پرې اخته شوي دي.