د افغانستان کنګل شوي پیسې، روبین؛ د نړۍ تر ټولو شتمن هیواد ، د نړۍ له بیوزله هیواد ښکارۀ غلا وکړه
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړۀ، په ورته مهال کې د بايډن ددغه عمل او پرېکړې مقابل د افغانستان د ننه او د افغانستان د باندې د نړیوالو شننونکو له سختو نیوکو سره مخ شول .
د یادو غبرګونونو په دوام په افغانستان کې د امریکا پخواني ډیپلومات او د سیاسي او پوځي چارو مبصر برنټ روبین ویلي دي، د تعجب او حیرانتیا وړ خبره ده، چې د یو زبر ځواک هیواد دې د آسیا په سطحه د یو غریب او بې چارۀ هیواد څخه غلا وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تیره ورځ د یوه فرمان په لاسلیک کولو سره د افغانستان شتمني ازاده، خو په وینا يي تر نیمایي زیاتې پیسی به په امریکا د سپتمبر د یوولسمې قر با نیانو ته ورکول کیږي، او پاتې نورې به یي په افغانستان کې په بشري چارو لګیږي.
تراوسه افغان حکومت په رسمي ډول د بايډن د ددغه پرېکړې مقابل کې هیڅ غبرګون ندی ښودلی.