سیمه ایز خبرونه

د افغانستان د نوي حکومت توپیري چلند، د پاکستان حکومت هیلې په اوبو یوړې

883032 867334 imran khan 750x375 3
Avatar photo
Written by Zwak News

د افغانستان د نوي حکومت توپیري چلند، د پاکستان حکومت هیلې په اوبو یوړې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه خپره شوي مطلب کې د پاکستان حکومت او د افغانستان نوي حکومت په اړه راپور ورکړی دی، په راپور کې راغلي دي د پاکستان حکومت او لوړ پوړو چارواکو د ا.ا.ا نوي حکومت څخه زیاتې تمې او هیلې لرلې، خو په وینا یي یادې تمې هیلې یي اوس خړو اوبو وړي دي.

د یادې ورځپاڼې په راپور کې راغلي دي، د نوي حکومت خپلواک او د کلک دريځ چلند د پاکستان حکومت سخت ناهیلۍ کړی دی. د ورځپاڼې په باور داسې ښکاري چې د پاکستان هیواد د شلو کالونو ارمانونه له خاورو سره خاورې کیدونکي دي ، او په افغانستان کې یي د واک خوبونه هم په سیند لاهو کیږي.


د یادولو وړ ده، چې داغه ورځپاڼۀ په داسې مهال داغه راپور ورکوي، چې په د وروستیو کې د پاکستان ځینو لوړ پوړو چارواکو د ډیورنډ فرضي کرښې د امضاء کیدو کوښښونه کړي دي، خو د افغان حکومت لخوا ورته سخته پرېکړه اورول شوي ده.

او د افغان حکومت په وینا، یاده پرېکړه د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه کولائ شي.

Leave a Comment