سپورټ

د افغانستان او سریلانکا د راتلونکي ODI سیریز اهمیت او دغه سیالیو ته اعلان شوی سکواډ:

20221119 205301
Avatar photo
Written by Zwak News

د افغانستان او سریلانکا د راتلونکي ODI سیریز اهمیت او دغه سیالیو ته اعلان شوی سکواډ:

افغانستان نن د سریلانکا خلاف د سوپر لیګ پړاو درې یوه ورځنیو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه. د لوبډلې توازن تر ډیره برابر او ښه ده. د یوه ورځنیو لوبو ټول مجرب لوبغاړي په لوبډله کې شته،


په ځانګړې توګه توپ وهوونکي. اړوند مسولین باید له دې اتلسو منتخب لوبغاړو یولس بهترین هرې لوبې ته غوره کړې، هغه یوولس چې افغانستان تر بري او نړیوال جام ورسوي.

دا سیالۍ د افغانستان لپاره مهمې ځکه دي چې راتلونکي پنځوس اووریز نړیوال جام ته د مستقیم تګ برخلیک یې ټاکی. د سوپر لیګ په جدول کې افغانستان اوس په اووم مقام قرار لري، هیله بښوونکې خبره دا ده


چې زموږ د ګټې فیصدي تر بلې هرې لوبډلې زیاته (۸۳٪) ده، خو د یادونې وړ ده چې زموږ تیرې لوبې تر ډیره د کمزورو لوبډلو سره وي او پاتې ټول رقیبان مو پیاوړي دي، نو ځکه د سریلانکا خلاف سیالیو کې ښه نتیجه اخیستل خورا مهم دي، د دوي خلاف هر بری مو نړیوال جام ته سفر لا نور نږدې کوي.

زما د معلوماتو له مخې اوس هم د کورني کرکټ بعضې لوبغاړو د ویزو ستونزې لرلې، که نه نو کیدای شي یو یا دوه نورې نوې څیرې مو هم لیدلی وی.
د اتلانو د ښه ځلېدو او بریا په هیله..

Leave a Comment