خبرونه

د افغانستان ازبکستان اقتصاد په اړه يو ډير ښه خبر

BackgroundEraser 20220903 160628041
Written by Zwak News

افغانستان – ازبکستان د ګډ بازار مسوولين وايي چې دغه بازار به تر راتلونکو دوو مياشتو پورې پرانيستل شي. د افغانستان – ازبکستان ګډ بازار د ۷۵ ميليونو ډالرو په

لګښت په ۱۲۰ جريبه ځمکه د ازبکستان ترمذ ښار کې جوړيږي. د ياد بازار د جوړولو پلان تېر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرو له لوري لاسليک شو. د دې ګډ بازار د جوړولو موخه د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګرۍ وده او دغه راز افغاني محصولاتو ته په نړيواله کچه بازار موندنه ښودل شوې ده. د افغانستان – ازبکستان

د ګډ بازار مشر صفي الوغ بيګ وايي چې د بازار د جوړېدو چارې په وروستۍ مرحله کې دي او تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د الوغ بيګ په خبره چې افغانان به د ويزو له اخيستلو پرته ترمذ ښار کې دغه بازار ته تګ راتګ کولی شي.

Leave a Comment