اسټرالیا پوځ د اوسنیو او پخوانیو غړو د ځان وژ-نې لوړې کچې په اړه د یوه تازه راپور له خپرېدو وروسته د دغه هېواد د سرتېرو لخوا ځان وژ-نه “ملي غمیزه” بلل شوې ده.
په اسټرالیا کې د عامه څېړنو د ټولو مخکښ بنسټ «سلطنتي کمېسیون» تېرو ۸ میاشتو کې د دغو ځان وژنو په اړه له سلګونو کسانو سره مرکې کړې دي.
له دغو ځواکونو یو شمېر عراق او افغانستان کې دندې ترسره کړي دي.
په څېړنو کې موندل شوې چې د عامو خلکو په پرتله د پخوانيو سرتېرو لخوا د ځان وژ-نې امکان ډېر دی چې ښځينه او نارينه پکې له پوځي خدمت وروسته د دولتي ملاتړ له کمښت او نه پاملرنې له امله کړيږي.
اسټرالیا کې د پخوانیو عسکرو وزیر مېټ کیو ویلي “دا تباهي ده چې اسټرالیا تېر شل کاله افغانستان او عراق کې د عملیا-تو پرتله ډېر اوسني او پخواني سرتېري د ځان وژ-نې له کبله له لاسه ورکړي.”
له ۲۰۰۱ کال راهیسې د اسټرالیا د دفاعي ځواک له ۱۲۰۰ ډېرو اوسنیو او پخوانیو غړو ځانونه وژ-لي دي.