خبرونه

شوکت میرزایوف؛ د افغانستان کنګل شوې پیسې، باید افغانانو ته وسپارل شي.

Avatar photo
Written by Zwak News


د تیر حکومت تر ړنګ کیده وروسته، چې ځینو نړیوالو موسسو، بانکونو او په تیره بیا نړیوال بانک او امریکا د افغانستان ټولې مرستې او پیسې کنګل کړې څو د نړیوالو په وینا ددې تحولاتو په جریان کې چور نشي. ټایمز کاږي داسې لیدل کیږي چې نړیواله ټولنه او امریکا د افغانستان په کنګل شوي پیسو باندې هیڅ چورت نه وهي، خو دا شتمني په اوس وخت کې ا.ا.ا ته ورکول افغانستان او د افغانستان خلک د اقتصادي بهران نه وتلو ته زمینه مسایده کوي.

په ورته مهال د ازبکستان ولسمشر، د شانګهای سازمان ناستې ته، چې د ناستې ګډون والو ته یي وینا کوله امریکا او ځینو نورو هیوادونو ته په اشاره ویلي، چې د افغانستان کنګل شوي سرمایه باید افغانانو ته وسپارل شي، تر څو له ا.ا.ا سره د نړیوالو خبرو او شرطونو ته زمینه برابره شي، نومړي زیاته کړي چې په افغانستان کې اوسني بشري ناورین ته په کتو باید امریکا او ملاتړي يي باید له ا.ا.ا سره په کړوو ژمنو عمل وکړي او د افغانانو خقوقو ته د درناوی وشي.

د یادولو وړ ده، چې مشهورې ټایمز ورځپاڼې په خپلو تازه ګڼو کې ویلي، چې که امریکا غواړي له ا.ا.ا سره په کړوو ژمنو پاتې شي، او افغانستان یو ځل بیا د مخ پټو په پټنځای بدل نشي، نو نړیواله ټولنه او امریکا اړه ده چې د افغانستان ټوله کنګل شوې سرمایه افغانانو او د ا.ا.ا مشرانو ته وسپاري.بل طرف د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې د همدې سازمان غونډې ته یي وینا کوله ویلي، چې ګني دوی غواړي د افغانستان له نوي حکومت ا.ا.ا سره تعامل وکړي

او ورسره په هره برخه مرسته او لاسنیوی وکړي.پوتین زیاته کړي چې نړیواله ټولنه د د افغانستان په خق کې بې طرفه واوسي او د افغانانو سره د په د حساس وخت کې مرستې، او د افغانستان سرمایه چې په نړیوالو بانکونو کې کنګل شوي ده، نوې ا.ا.ا حکومت ته ورکړل شي.

Leave a Comment