سپورټ

د ابراهیم ځدراڼ له خولې.په خوست کې د یوې سیمه ایزې رسنۍ سره د مېلمه و

BackgroundEraser 20221201 090300520
Avatar photo
Written by Zwak News

د ابراهیم ځدراڼ له خولې.
په خوست کې د یوې سیمه ایزې رسنۍ سره د مېلمه و او د ځینو پوښتنو په ځواب کې یې داسې وویل.

کوشش کوم ډېر وخت په انګلستان کې تېر کړم، ځکه هغلته مې خپل کرکټ ښه کولای شم، په انګلستان کې ما هره ورځ ۵ ساعته د توپ وهنې تمرینات کول، دوه ساعته خپل شخصي تمرین، او درې ساعته به د کرایې اګاډمۍ ته لاړم چې په یو ساعت لس ډالر اخلي، هغه اکاډمۍ ځانګړي او ډېر چټک توپ اچونکي لري، هو! د میاشتې مې ۸۰۰ ډالر له خپل شخصي جېبه ورکول.

هغه وایي:” ویشتانځی اکثره ۲۳ مېتره وي، خو ما به توپ اچونکو ته ویل چې له ۱۹ مېترو څخه راته توپ اچونه وکړي، په دې خاطر چې چټک توپ اچونکي ښه ولوبوم.

هغه وویل:” ډېر فارغ وخت ونلرم، که یې ولرم یویټیوب کې د ښو توپ وهونکو ویډیوګانې ګورم، هغه لوبې ډېرې تعقیبوم چې یو توپ وهونکی د فریشر په وخت ښه لوبه کوي.

ډېرې خبرې نکوم، ملګرو سره شخصي بنډار هم ډېر نلرم، هغه خوارک هېڅ نه غواړم چې زما خوښیږي، ځکه بیا ډېر خوړل کیږي، اکثره وخت هغه خوراک غواړم چې تبعیت ته مې نه کیږي.

هغه وایي، کله چې نړیوالې سیالۍ ونلرو، هره ورځ دوه ساعته د فټنس تمرین کوم، د توپ وهنې او فیلډینګ تمرینات مې جلا وي.

Leave a Comment