تعلیم

د آم د خوراک ګټې ، د روغ صحت لپاره د آم ځانګړي خواص

20220726 155631
20220726 155631

⭕️ د آم د خوراک ګټې ، د روغ صحت لپاره د آم ځانګړي خواص : 1 – آم ډيره قوي ميوه ده او بدن ته قوت ورکوي ، د جنسي قوي لپاره ښه تقويه کونکي ميوه ده ، د پوست رنګ روښانه کوي او د خولي بوی سموي . 2 – قبضيت له منځه وړي ، د هضمي سيسټم تيزابيت له منځه وړي او د پښتورګو فعاليت زياتوي او اضافي مواد د ادرار له طريقه خارجوي

. 3 – د ويتني په پاکولو کي مرسته کوي ، د بدن بد بوی له منځه وړي ، د بدن تودوخه کموي او د تبي په کښته کولو کي پوره مرسته کوي . 4 – د اسهال له منځه وړلو لپاره ګټور دی ، آم د سر درد ، نفس تنګي او خواګرځی له منځه وړي ، د بواسير په درملنه کي ډير ګټور دی او ځيني کسان چې د آم په خوراک سره یئ د بدن تودوخه لوړيږي بايد د شکنجبين سره یئ وخوري . ⭕️ د آم د مغز ځانګړي ګټي : آم لوی مغز لري چې په منځ کي یئ قرار لري چې د بادام د مغز پر ځاي په خوږو شيانو يا شيرينيو کي ګټه تري اخيستلاي شو . د پخواني طب له نظره بيا تر اوسني طب پوري د آم مغز وچ او يخ خاصيت لري چې : 1 – خوراک چې په عاجل ډول سره اسهال له منځه وړي . 2 – د کولمو د چنجيو وژونکی او د اسهال ضد دی . 3 – د استفراق يا خواګرځي د درملني لپاره ګټوردى . ☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه . داسی نورو طبی ، اسلامی او اصلاحي لیکنو لپاره زمونږ فیسبوک پاڼه حوښه کړي

Leave a Comment