آم ډيره قوي ميوه ده او بدن ته قوت ورکوي ، د جنسي قوي لپاره ښه تقويه کونکي ميوه ده ، د پوست رنګ روښانه کوي او د خولي بوی سموي .
2 – قبضيت له منځه وړي ، د هضمي سيسټم تيزابيت له منځه وړي او د پښتورګو فعاليت زياتوي او اضافي مواد د ادرار له طريقه خارجوي .
3 – د ويتني په پاکولو کي مرسته کوي ، د بدن بد بوی له منځه وړي ، د بدن تودوخه کموي او د تبي په کښته کولو کي پوره مرسته کوي .
4 – د اسهال له منځه وړلو لپاره ګټور دی ، آم د سر درد ، نفس تنګي او خواګرځی له منځه وړي ، د بواسير په درملنه کي ډير ګټور دی او ځيني کسان چې د آم په خوراک سره یئ د بدن تودوخه لوړيږي بايد د شکنجبين سره یئ وخوري .
⭕️ د آم د مغز ځانګړي ګټي : آم لوی مغز لري چې په منځ کي یئ قرار لري چې د بادام د مغز پر ځاي په خوږو شيانو يا شيرينيو کي ګټه تري اخيستلاي شو . د پخواني طب له نظره بيا تر اوسني طب پوري د آم مغز وچ او يخ خاصيت لري چې :
1 – خوراک چې په عاجل ډول سره اسهال له منځه وړي .
2 – د کولمو د چنجيو وژونکی او د اسهال ضد دی .
3 – د استفراق يا خواګرځي د درملني لپاره ګټوردى .
☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه