جنسي لارښود

دکوروالى نوي او مهمه ګټه معلومه شوه

دکوروالى نوي او مهمه ګټه معلومه شوه

د کرونا ویروس پر وړاندې ورځ تربلې نوې نسخې او مشورې روغتیا پوهان شریکوي.
اوس یوه بله مشوره دا ورکړل شوې، چې جنسي اړیکې د وجود دفاعي ځواک پياوړی کوي.
روغتیا پوهانو په دې اړه مختلف دلایل بیان کړي دي.
یو دلیل یې دا ښودلی، چې د جنسي اړیکې وروستۍ برخه ارګانیزم یا انزال د ځانګړي خوند ترڅنګ یو ځانګړی فعالیت هم دی.
دغه حالت، د انسان اعصابو ته خاصه ګټه رسولی شي.
د دې ترڅنګ، ویل شوي چې د نرمې او ارام بښونکې موسیقۍ اوریدل د جنسي اړیکو پر وخت د انسان خپګان ختمولای شي.
روغتیا پوهان باور لري، چې جنسي اړیکې د انسان له جسمي احساس او روح یا روان سره هم خاصه اړیکه لري.
دغه خاصه اړیکه، کولای شي چې د انسان د وجود دفاعي ځواک پياوړی کړي.
په دې برخه کې، شرط دا ښودل شوی چې جنسي اړیکه باید له ټولو هغو اصولو سره سم وي، چې روغتیا پوهانو ښودلي دي.
روغتیا پوهان، د ښې جنسي اړیکې لپاره رواني ارامتیا، خوندي ماحول، دوه اړخیز ذهني چمتووالی او لېوالتیا او دغه راز د اړیکې حلالولی یاد کړي دي.
ښه جنسي اړیکه، کولای شي چې د استرس هورمونونه را کم او د اندورفین هورمونونه، چې د انسان د رواني ارامتیا سره مرسته کوي، ډېر کاندي.
په اونۍ کې یو یا دوه ځلې جنسي اړیکه، له ګڼو ناروغیو د انسان د لیرې ساتلو لپاره ګټوره ګڼل شوې ده.
د دغسې اړیکه لرونکو کسانو په وینه کې د IgA کچه لوړه وي او دا ورسره مرسته کوي، چې له سړیجن کیدو څخه خوندي پاتې شي.
د جنسي اړیکو په اړه څېړنو دا هم ښودلې، چې یوازې جنسي اړیکه نه؛ بلکې ښکلول او غېږ کې نیول هم د انسان د جسم او روح لپاره ګټور دي

Leave a Comment