د کرونا ویروس پر وړاندې ورځ تربلې نوې نسخې او مشورې روغتیا پوهان شریکوي.
اوس یوه بله مشوره دا ورکړل شوې، چې جن+سي اړیکې د وجود دفاعي ځواک پياوړی کوي.
روغتیا پوهانو په دې اړه مختلف دلایل بیان کړي دي.
یو دلیل یې دا ښودلی، چې د جن+سي اړیکې وروستۍ برخه ارګانیزم یا انزال د ځانګړي خوند ترڅنګ یو ځانګړی فعالیت هم دی.
دغه حالت، د انسان اعصابو ته خاصه ګټه رسولی شي.
د دې ترڅنګ، ویل شوي چې د نرمې او ارام بښونکې موسیقۍ اوریدل د جن+سي اړیکو پر وخت د انسان خپګان ختمولای شي.
روغتیا پوهان باور لري، چې جن+سي اړیکې د انسان له جسمي احساس او روح یا روان سره هم خاصه اړیکه لري.
دغه خاصه اړیکه، کولای شي چې د انسان د وجود دفاعي ځواک پياوړی کړي.
په دې برخه کې، شرط دا ښودل شوی چې جن+سي اړیکه باید له ټولو هغو اصولو سره سم وي، چې روغتیا پوهانو ښودلي دي.
روغتیا پوهان، د ښې جنسي اړیکې لپاره رواني ارامتیا، خوندي ماحول، دوه اړخیز ذهني چمتووالی او لېوالتیا او دغه راز د اړیکې حلالولی یاد کړي دي.
ښه جنسي اړیکه، کولای شي چې د استرس هورمونونه را کم او د اندورفین هورمونونه، چې د انسان د رواني ارامتیا سره مرسته کوي، ډېر کاندي.
په اونۍ کې یو یا دوه ځلې جن+سي اړیکه، له ګڼو ناروغیو د انسان د لیرې ساتلو لپاره ګټوره ګڼل شوې ده.
د دغسې اړیکه لرونکو کسانو په وینه کې د IgA کچه لوړه وي او دا ورسره مرسته کوي، چې له سړیجن کیدو څخه خوندي پاتې شي.
د جن+سي اړیکو په اړه څېړنو دا هم ښودلې، چې یوازې جن+سي اړیکه نه؛ بلکې ښکلول او غېږ کې نیول هم د انسان د جسم او روح لپاره ګټور دي.