خبرونه

دوستم ته د تا :لبانو خبرد:اری په خپل هېواد او کور کې ژوند نه شي رانه

BackgroundEraser 20220922 114919325
Avatar photo
Written by Zwak News

د ط: پر وړاندې د جګړې په اړه د مارشال عبدالرشید دوستم د سختو څرګندونو په غبرګون کې د ط; د حکومت د رسنیو د مرکز مشر په یوه ټوېټ کې لیکلي چې ښاغلی دوستم د بهرنیانو له شتون پرته په خپل هېواد او کور کې ژوند نه شي کولای.

انعام الله سمنګا:ني تېره شپه په یوه ټویټ کې لیکلي: «د نړۍ یوازینی مارشال چې د بهرنیانو له مرستې پرته په خپل هېواد او کور کې ژوند نه شي کولای. مارشال چې کله بهرنیان راشي خپل هیواد ته راشي او کله چې بهرنیان راشي وتښتي!
مارشال چې د څلویښتو هیوادونو تر بیرغ لاندې جنګیږي او خپل خلک په بهرنیانو خرڅوي. واه، موږ اتلان لرو.”

مارشال دوستم د پخواني ولسمشر برهان الد”ین رباني د مړینې د تلین په مناسبت د خپلې وینا په یوه برخه کې خبرداری ورکړ چې یو ځل بیا به افغانستان ته راشي او د پخوا په څېر به ط وځپي.

Leave a Comment