طب

دغه طبیع خواړه مو د معدې تیزاب درملوي

Stomach Issues fb a
Avatar photo
Written by Zwak News

د معدې تیزاب یو له عامو ناروغیو څخه دي چې زیاتره له اندازې زیات خوړو له امله رامنځته کېږي . د معدي تیزاب هغو خوړو له امله چې د هاضمي لپاره د معدې د تیزاب تولیدولو لامل ګرځي لکه مصالحه لرونکي او تیزابي خواړو له امله هم پېښېږي .

✏️ د معدې تیزاب کنټرولول اړین دي . که چېري دغه تیزاب کنټرول نشي نو دَ اسید ریفلاکس یا د معدې ریفلاکس ناروغیو لامل ګرزي . که چېري د سینې سوۍ یا دیته ورته نوري نښې لکه … اسهال ، کمزوري ، قئ ، ارګمي ، یا حتی ټوخي سره مخ شوي یاست نو له ځنډ پرته د معدې د تیزاب کنټرولولو هڅه وکړئ .

📌 دلته مو له یو شمير هغه طبعي او په آسانه پیدا کوونکو خوړو سره اشنا کوو چې له ځنډ پرته د معدې تیزاب کنترولولو وړتیا لري .

① کیله 🍌 : کیله د معدې تیزاب لپاره غوره انتخاب دي . کیله کې شته ګټور مواد ډېر ژر د معدې تیزاب کنترولوي خو بائید ډاډمن شئ چې یوازي پخه کیله وکاروئ ځکه چې اومه کیله د معدې تیزاب نور هم زیاتوي .

② مستي 🧁 : مستې د نورو روغتیایی ګتو برسېره معدې کې د شته باکتریا ګټې څو چنده زیاتوي . دغه خواړه هم په طبیعي ډول د معدې تیزاب درملوي . که چېری له خوراک وروسته مو د معدې تیزاب زیات شي نو مستی یی له ځنډ پرته درملولي شي .

③ شيدي 🥛 : یو ګېلاس شېدي هم د معدې تیزاب درملولو کې مهم رول لوبوي خو شیدې او تري جوړ شوي نور خواړه ځینو خلکو کې د تیزاب زیاتوالی لامل ګرزي .

④ اوبه🍸 : که چېري شيدي د معدې تیزاب مو نور هم زیاتوي نو یو ګیلاس اوبه وځښئ . اوبه د معدې خواړه هضموونکي تیزابونه کمزوری کولو وړتیا لري او له دې سره د معدې تیزاب هم کنترولوي . که چېری د معدې تیزاب لرئ نو هر سهار په نهاره دوه ګیلاسه اوبه څښل مو دغه ستونزه له منځه وړلي شي .

Leave a Comment