لیکنې

دسهارني کانکور دپاره يې مطالعه! کوله،ماخستن ډوډۍ يې ونه خوړله،

20221001 084117
Avatar photo
Written by Zwak News

دسهارني کانکور دپاره يې مطالعه! کوله،ماخستن ډوډۍ يې ونه خوړله، دشپې تر يوې بجې يې سخته مطالعه وکړه،
سهار بېرته په څلورو بجو راپورته شوه، اودس يې وکړو ورپسې يې لمونځ وکړو، دلمانځه وروسته يې خدای ته د معفرت او برياليتوب په پار لاسونه لپه کړل،


له لږ تلاوت څخه بېرته خپلې مطالعې ته راستانه شوه، اته بجې شوې،
په نهاره دښې امادګۍ سره دازموينې تر موقيعت يعنې کاج ښوونيز ازمايښتي کانکور ته په ګړنديو ګامونو اخيستو سره روانه شوه،


داستاد په لاس دسوالونو پرچې ووېشل شوې، په ټولو سوالونو يې ځغلنده نظر تېر کړو، مسکۍ شوه،
ددې دپاره چې سوالونه ورته دسختې مطالعې له سببه اسان ښکاره شول، دخوځنده قلم وهلو په جريان کې؛
درز شو چاودنه وشوه، په نازک وجود يې وينه روانه شوه،


په نهاري نس يې په ټولو هيلو خاورې امبار شوې، لاړه ددې بدرنګې نړۍ سره يې دتل دپاره مخه ښه وکړه،
په ابادي خوب ويده شوه، په تلو سره يې دلته يو ځل بيا ويره او تياره حاکمه شوه، داسې ويره او تياره چې ژوندی نسل به هم په يو نه يو ډول پکې ساه ورکړي.

Leave a Comment