درې دانې لونگ مې د چای ترموز کې واچول، اوس يې نو خوند او بوی واو دی، د لونگو چای مې په لومړي وار د یو کلیوال سره تجربه کړ، ما په نه زړه شونډو ته یوړ، خو خوند يې راکړ. نن مې دا دی یو کال وروسته تجربه کړ. :
د لونگو کارول د بدن وینه پاکوي، د وینې جریان تېزوي او وینه پاکوي. لونگ لکه مسواک یا دنداسه، د غاښونو ورۍ کلکوي – دوه دانې لونگ خوله کې واچوئ، نرم يې کړئ، او څو دقیقې يې وژوئ! ویل کېږي، چې د لونگو کارول د زر انزال مخه هم نیسي 🙈 (د جماع څخه يو ساعت مخکي پنځه داني لونک خوله کي ميده کړئ او ويې خورئ؛ دغه عمليه ديو څه وخت لپاره تکرار کړئ.)
د لونگو کارول د خیټې درد ختموي – د لونگ چای استعمال کړئ، په دې سره مو د خیټې گاز ختمیږي، ورسره د خیټې درد ختمیږي، اشتها مو جوړيږي، هاضمه مو سمیږي او له معدې څخه جراثیم هم ختموي.
همدارنگه هغه خلک چې همیشه د سردردۍ څخه شکایت کوي او یا هغه څوک چې له دفتري کار وروسته او یا په سهار وخت د سردردۍ ستونزه لري، لونگ یې غوره درمل دی، یا دې د لونگ چای وڅښي او یا دې په خوړو کې استعمال کړي.
سره له پورته گټو ویل کېږي، چې د لونگو کارول د شکر ناروغۍ په کنټرول او د وزن کمولو په برخه کې هم خپل رول لوبوي.