جنسي لارښود

دجن+سی کمزوری رامنځ ته کول او تناسلی الی نری کیدلو یو لامل

دجن+سی کمزوری رامنځ ته کول او تناسلی الی نری کیدلو یو لامل
لوڅ فلمونه او فاحش سریالونه کتل:
خامخا یې ولولۀ،
او نشر یي کړه کیدای شي یو کس ستاسو د نشرولو له وجهې منع شي
آيا ددې کلمې په معنی پوهیږئ چي د بې حیا سائټونو په سر کي یې لیکلي وې (دي سائټ ته د 18+ کالونه کم عمر واله داخلیدل منعه دې)
ددې کلمې مقصد دادی چې ته یو بالغ، عاقل انسان یې د ښه او بد کار تمیز کولی شې که نه؟
نو جواب بدي یا هو وي او یا نه
آيا ته ددې خبرې په معنی پوهیږې چي کله ته لوڅ فلمونه ګوریې نو الله رب العزت او ملائکې تا ویني؟
آیا ته پدې خبره پوهیږې چي دغه ناروا عمل ستا په عمل نامه کي لیکل کیږي او د قیامت په ورځ به تا ته وړاندي کړی شي؟.

آيا ته د خپل ژوند ضمانت کولی شي چي د لوڅ فلم د ختمیدو پوري به ته ژوندی یې؟
او که بالفرض ژوندی پاته شې نو د تنګسیا ، تشویش او د نیکو اعمالو توفیق نه درکیدو نتائج قبلوې؟
آیا پوهیږې چي ته په کوم حالت کي مړ شې نو د قیامت په ورځ به دقبر نه په هغه حالت کي پاڅیږې؟
آيا د الله رب العزت غوصه په خپل ځان قبلوې؟
آيا د غیرت ختمیدل او د خپل شهوت غلام جوړیدل قبلوې؟
آيا د قبر د عذاب برداشت کولی شې؟
آیا د قیامت د لوی ورځي چي پنځوس زره کاله ورځ ده د هغې د عذاب برداشت کولی شې؟
آیا پدې خوشحالیږې چي ته خپله خور، ورور ،ځوی، لور په داسي حالت کي ووینې چي هغوی لوڅ (سک+س) فلمونه ګوري؟
نو یقيني خبره داده چي د پورتنو ټولو سوالونو جواب به د هر مسلمان په نه سره وي

نو مسلمان به دوه حالته لري یا خو به په یو مسلمان باندي الله تعالی رحم کړی وي چي لوڅ (سکس) مواقع به بیخي نه ګوري نو د دغه شان مسلمان لپاره دي په جنت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګاونډیتوب مبارک وي.
او یا به غافل وي او د شیطان د سلطې د لاندي به وي نو هغه دي د الله تعالی د

رحم څخه نه نا امیده کیږي الله تعالی ته دي توبه وباسي نو الله تعالی بښونکی توبه قبلونکی دی .
الله تعالی فرمایی: قلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ&
نو هغه دي توبه وباسي رب العزت به یې معاف کړي بيا دي دغه فاحشي ګناه ته نه راګرځي.

Leave a Comment