دانګلنډ مخکینی کپتان ایین مورګن وایي خبره په بټلر او راشد کې ده که هر یو پر بل لاسبری شو سیاله لوبډله ځورولی شي.
د کرېکټ نړیوال جام د سوپر ۱۲ پړاو په دویمه لوبه کې نن افغانستان او انګلنډ سره مخ دي. دا لوبه د اسټرالیا په پرت ښار کې کېږي. د نن ورځې لومړۍ لوبه د کوربه اسټرالیا او نیوزینلډ تر منځ په سېډني ښار کې ده.
د انګلنډ لوبډلمشر جاش بټلر افغانستان سره د لوبې چمتووالي پر مهال وویل چې که څه هم لوبډله یې نننۍ لوبې او نړیوال جام ته چمتو ده، خو د افغانستان ورو توپ اچوونکو ته په اشارې یې زیاته کړه چې لوبه به ورته اسانه نه وي.
ده وویل: ”افغان لوبډله داسې لوبغاړي لري چې کولی شي د لوبې پر پایله ډېر اغېز ولري، موږ د افغانستان د ورو اچوونکو له ځواکه خبر یو او ورته مو چمتووالی نیولی. په ځانګړي ډول راشد خان او مجیب د نړۍ هر ډول توپ وهونکو ته سرخوږی جوړولی شي. ”
د انګلنډ لوبډلې پرون ‘جمعه ‘ پرت لوبغالي کې نننۍ لوبې ته د چمتووالي لپاره نژدې درې ساعته تمرین وکړ.