سپورټ

دانش کانیرا لخوا رمیز راجا ته خبردارئ،پاکستان دې له هند سره ډغره نه وهي

BackgroundEraser 20221127 150233972
Avatar photo
Written by Zwak News

دانش کانیرا لخوا رمیز راجا ته خبردارئ،پاکستان دې له هند سره ډغره نه وهي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي دانش کانیرا د رمیز راجا د هغو څرګندونو په ځواب کې چې ویلي یې وو،که چیرې هندوستان د پاکستان په کوربتوب د ۲۰۲۳ کال اشیا کپ سيالیو کې ګډون ونکړي،نو د دوی لوبډله به د هندوستان په کوربتوب د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې ګډون ونکړي،خبردارئ ورکړئ چې پاکستان دې له هند سره پدې برخه کې سيالي نه کوي چې په هره برخه کې یې زیان پخپله پاکستان ته رسیږي.

دانش کانیرا وویل: « پاکستان به هيڅکله ونشي کولای چې د نړیوال جام څخه بایکاټ وکړي او که چیرې پاکستان ور هم نشي،هندوستان یې پروا نه لري او هیڅ په کیسه کې یې هم ندی.هندوستان خپله د کرکټ په برخه کې غني هیواد دی.نړیوال جام کې د پاکستان نه ګډون پخپله پاکستان ته ضربه او تاوان رسوي،هندوستان باندې هیڅ تاثیر هم نه کوي.»

« زه پخپله پدې اند یم،که پاکستان کرکټ بورډ هر څومره دا ووایي چې نړیوال جام کې ګډون نه کوي،خو بالاخره به بیا هم د ګډون پریکړه کوي،دا ځکه چې دوی بله کومه لار او افشن نه لري او په همدې جام ته به ورځي.»

دانش کانیرا په ورته وخت کې دا هم وویل،چې اشیا کپ سيالیو کې د هند نه ګډون به نورو هیوادونو لکه افغانستان او بنګله دېش ته هم لار هواره کړي چې ددغه جام څخه بایکاټ اعلان وکړي.

« اشیا کپ ته لا هم ډير وخت پاتي دي،تر هغې پورې معلومات نه کيږي چې څه به پیښیږي.خو دا امکان شته چې د هندوستان د نه ګډون سره به نور ټيمونه لکه افغانستان او بنګله دېش هم د اشیا کپ سيالیو څخه د وتلو یا بایکاټ اعلان وکړي.»

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۳ کال اشیا کپ سيالیو د کوربتوب حق له پاکستان سره دی،پاکستان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې دغه جام پخپل کوربتوب ترسره کړي،خو هند کرکټ بورډ نه غواړي چې لوبډله یې پاکستان ته د سيالیو لپاره سفر وکړي.

د هند کرکټ بورډ سکرتر جایشاه لدې وړاندې هم پخپلو څرګندونو کې ویلي وو چې دوی به هغه وخت په اشیا کپ سيالیو کې ګډون وکړي چې یادې سيالۍ د پاکستان څخه بهر په بل هیواد کې ترسره شي.

Leave a Comment