دامیندوارۍلپاره کله بایدکوروالی وکړۍ
1- هغه میړه او میرمن چې غواړي د ماشوم نعمت ترلاسه کړي باید پدې پوه شي چې په کومه ورځ د ښځې هګۍ له تخمدان څخه راوځي او رحم ته
داخلیږي.
په هره میاشت کې یوازې یوه هګۍ بشپړیږي او له تخمدان څخه رحم ته راځي. کومه چې د ښځینه ماهر ډاکټرې څخه د فولیکل مطالعې Follicle Study الټراساؤنډ راپور ترلاسه کولو
سره پیژندل کیږي.
2- د یوې ښځې د میاشتنۍ دورې له پیل نه وروسته د اتمې ورځې څخه تر نولسمې ورځې ترمینځ په کومه ورځ چې هګۍ له تخمدان څخه راوتلو سره
رحم ته داخلیدی شي.
نو د حمل اخیستو لپاره د هغې میاشتې د دورې نه وروسته لومړی کوروالی په نهمه ورځ کول پکار دي، بیا دوهمه کوروالي په دولسمه ورځ وکړئ، بیا دریمه کوروالی په پنځلسمه ورځ او څلورمه اخري کوروالی په اتلسمه ورځ وکړئ او بیا له دې وروسته له کوروالۍ
څخه ډډه وکړئ.
هغه میړه او میرمنې چې غواړي اولاد ترلاسه کړي، هغوی باید د شلمې ورځې وروسته له کوروالۍ څخه ډډه وکړي. که چیرې د کوروالۍ څخه ډډه ونشي نو
د حمل سقط خطر پیدا کیږي.
3- د امیندوارۍ لپاره، په ټوله میاشت کې ښځه یوازې هغه ورځ امیندواره کیږي کله چې یې هګۍ په رحم کې شتون ولري. (د اویولیشن ورځ ovulation day) او هګۍ رحم ته له راتګ وروسته لږترلږه له 15 څخه تر 20 ساعتو پورې په رحم کې ژوندی وي.
پداسې حال کې چې د یو نارمل نارینه سپرم کولی شي د 50 څخه تر 72
ساعتونو پورې ژوندی پاتی شي.
4- هغه ورځ چې صحي هګۍ د تخمدان څخه ماتیدلو سره رحم ته ننوځي، نو هغه ته د (تخمدان ورځ ovulation day) ویل کیږي، کوم چې د الټراساؤنډ لخوا پیژندل کیږي او د اویولیشن ورځ په مکرر ډول بدلیږي.
5- د امیندوارۍ لپاره، د کوروالۍ په جریان کې لومړی د میرمنې خلاصیدل اړین دي. که چیرې میرمن د کوروالۍ په جریان کې لومړی خلاصه شي، نو د ښځې اوبه د میړه سپرم په رحم کې دننه راوړو کې مرسته کوي.