لیکنې

خپلې مېرمنې ته د ښه احساس ورکولو لپاره دغه (۱۰) خبرې عملي کړئ!

20220920 104446
Avatar photo
Written by Zwak News

نر او ښځه په خپل ژوند کې نه پرېکېدونکې اړيکې لري، ددې اړيکو د ښه والي لپاره په کار ده، چې لاندې (۱۰) مهمو خبرو باندې عمل وشي.۱. ستاسې مېرمن له تاسو سره دومره مينه لري لکه څومره يې چې تاسو ورسره لرئ. ددې مينې له امله بايد دواړه لوري منندویه و اوسي . مېرمنې ته په مستقيم يا غير مستقيم ډول ووایئ ( دا چې ته له ماسره مينه لري منندوی دې يم، شايد که ستا پر ځای بل څوک وای دومره مينه یې نه وای راسره کړې او نه يې زما دومره زړه ساتلی وای).

۲. ښځه زيات ددې لپاره ځان سينګاروي، چې د خاوند يې خوښه شي. له سينګار پرته مېرمن داسې انګيري هسې نه چې خاوند ورسره مينه او علاقه کمه کړي. نو که چېرې خپلې مېرمنې ته ووايئ چې بغير له سينګاره هم ښکلې يې، دا خبره د هغې لپاره يو ځانګړی امتياز دی او پو هيږي، چې خاونديې له زړه مينه ورسره لري.
۳. هر انسان په خپل ځان کې ځانګړي مهارتونه لري. که چېرې دغه مهارتونه او استعدادونه وستايل شي، نور هم ځواکمن کيږي. ستاسو مېرمن هم شايد په ځينو برخو کې ( خياطي، نقاشي،شعر ليکل…) ځانګړی استعداد ولري. له يوې خوا د خپلې مېرمنې له دغه استعداد څخه ګټه واخلئ او له بلې خوا يې ستاينه وکړئ، چې لاپکې وغوړيږي.

۴. مشوره اخيستل او مشوره ورکول په ژوند کې يو اړين کار دی. د مشورې اخيستل نه يوازې چې په کار مثبته اغېزه کوي، بلکې د مقابل لوري فکر ته هم احترام کول هم ګڼل کېږي. زمونږ په ټولنه کې له مېرمنو څخه مشوره اخيستل د نارينه لپاره لوی عيب ښکاري او داسې انګېرل کيږي

چې له ښځو مشوره اخيستل د سړي په کمزوتيا دلالت کوي. خو داسې نده، ډېر داسې کارونه چې سړي پکې مهارت نلري، خو مېرمنې يې کولای شي. (له خپلې مېرمنې مشوره وغواړئ!)۵. د سر ويښتانو ستاينه يې وکړئ: د ښځې د سر ويښتان د هغې د ښکلا لپاره مهم عنصر بلل کيږي. د هغې په ويښتانو لاس ووهئ، ويې لوبوئ او ويښان يې له نورو شيانو سره تشبي کړئ. لکه شاعران يې په شعر کې تشبې کوي.

۶. د ورخينو کړنو ستايل په انسان کې د ښه والي احساس پيداکوي او دبل ځل لپاره دغه کار نور هم بهبود پيدا کوي. که چېرې مو د مېرمنې عادي يا هغه کار چې تاسو ورسپارلی وي د هغې ستاينه وکړه. دکار ستاينه په دې معنی ده چې په اصل کې مو مېرمن ستايلي ده.
۷. خپلې مېرمنې ته ددې جملې تکرارول (څومره پر ځان باور لري)

Leave a Comment