خټکی سربیره پر دې چې د انسان په وده او نمو کې خاص ارزښت لري ، د یو شمېر ناروغیو په وړاندې د ډال رول هم لوبوي .
◀️ خټکی زیاته اندازه ویټامين اې A بي B او سي C لري . له یاد ویټامینونو سربېره دغه مېوه کې زیاته اندازه فاسفورس او کلشیم هم شتون لري .
◀️ په یوه خټکي کې ۱۵ ملي ګرامه کلشیم ، ۲۵ ملي ګرامه فاسفورس ، ۰.۵ ملي ګرامه اوسپنه ، ۳۴ ملي ګرامه ویټامین سي ، ۶۴۰ ملي ګرامه ویټامین اې او ۰.۰۳ ملي ګرامه ویټامین بي یو B1 شتون لري .
دلته مو له هغو ناروغیو سره اشنا کوو چې له خټکی سره يي مخنیوی ممکن دی .
� ۱- معدې تېزابیت ختموي : خټکی زیاته اندازه اوبه لري کوم چې د انسان هاضمې سیسټم لپاره اړین ګڼل کیږي . دغه مېوه کې شته منرالونه د معدې تېزابیت ختمولو کې ډېره زیاته مرسته کوي .
🟢 ۲- د سرطان درملنه : خټکی کې شته کوټینایډ نومې پروتین د سرطان ناروغۍ لپاره طبیعي درمل ګڼل کېږي او په غټو کولمو کې د سرطان خطر له حد څخه زیات کموي . خټکی په بدن کې ټول هغه مواد له منځه وړي کوم چې کولی شي انسان په سرطان اخته کړي .
🟤 ۳- د زړه له حملې مخنیوی کوي : خټکي کې شته یوه خاصه ماده اډینوساین د وینې رګونو منجمد کېدو مخه نیسي او په دې ډول په انسان کې د زړه حملې خطر کموي . خټکی په بدن کې د وینې جریان نورمال ساتي او په دې وسیله د زړه حملې خطر تر ډېره له منځه وړي .
🟣 ۴- پښتورګو لپاره ګټور دی : د خټکي استعمال پښتورګي صفا کوي او په پښتورګو کې جمع شوی کثافت هم له منځه وړي . که چېرې خټکی له لېمو سره وخوړل شي نو د یورک اسید ناروغیو لپاره ډیر ګټور ثابتېدای شي .
☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه .