خبرونه

خوست کې د ملي اردو ځواکونو بیرته راستنیدل، او د لوا اعلامیه!

Avatar photo
Written by Zwak News

خوست کې د ملي اردو پخواني سرتیري بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

د تېر حکومت تر پاشل کېدو وروسته چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له یو نامعلوم برخلیک سره مخ شول، چې په ورته همدا مهال ځینې داسې خبرونه خپره شوي وو، چې ګواکې د افغان کومانډو ځینې سرتیري د انګستان هیواد په ملي پوځ کې شامل شوي دي او له دې وروسته به د یاد هیواد په ملي پوځ کې ځای لري،خو ځینو لوړ پوړو کومڼډو سر مشرانو دا خبرونه رد کړل.

په ورته مهال د افغانستان جنوب ختیځ ولایت خوست څخه داسې خبرونه ورکړل شوي دي، چې د افغانستان ملي اردو ځینې ځواکونه خپلو پخوانیو دندو ته ستانه شوي دي، چې پکې د جنوب ختيځ زون مهم سرمشران هم شامل دي. ځواک نیوز ته د رارسیدلو معلوماتو په اساس یاد د ملي اردو ځواکونه نن ورځ د خوست ولایت د ګمراک څخه بیا د مټه چینې تر چک پوینټ پورې موجود وو.

د یادولو وړ ده چې د ملي اردو ځواکونو راتلل په داسې حساس وخت کې، د ټولنیزو رسنیو تر څنګ په عام ډول له زیات هرکلي سره مخ شوي دي. او د سیمې ځایي خلکو د اوردو داغسې راتلل په ښه نیت بللي دي.
بل طرف په خوست کې د ملي اردو لوا مطبوعاتي دفتر ویلي،چې “ملي اردو نه ده غوښتل شوي که وغوښتل شي ولس سره خبریږو، او یادو اوازو په اړه یي تراوسه څه نه دي ویلي، او نه هم د ولایت مقام څخه رسمي تاید شوي دي.

Leave a Comment