خورما د هرڅه نه ډېر انداره فولاد لري چې د بدن اړتیا پرې ښه پوره کېږي . د رسول الله ﷺ ملګرو به پوره یوه ورځ یوازې په یوې خورما تېروله او په هغې به یې د بدن اړتیا پوره کېده . په خورما کی پوره اندازه غذایت موجود دی نو د روژه دار ورځ ورباندی ښه تیریدای شی . په يو حديث کې رسول الله ﷺ فرمایي چې « نعم سحور المؤمن التمر » ( رواه ابو داود ) یعنی د مومن ښه پیشمنی خورما ده .
🟢 سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه وایي یوه ورځ زه ناروغ شوم او رسول الله ﷺ زما پوښتنې ته راغی او خپل لاس مبارک یې زما د ولو ( اوګو ) په مینځ کې کیښوده چې یخوالی يې زما په ټوله سینه کې خپور شو ، بیا یې وفرمایل چې دا د زړه ناروغ دی بیا یی وويل چې حارث بن کلده طبیب ته ورشه ، چی په بنو سقیف کې دی او ورڅخه وغواړي چې اوه دانې ( عجوه ) خورما د زڼو سره وټکوي او دغه ناروغ ته یې ورکړي . که اُمید لرونکي یا حامله ښخه خورما ډېره استعمال کړي نو الله تعالی به داسی هلک ورپه برخه کړي چی ښایسته او د نرم طبیعت والا وي .
🔍 د خرما ځانګړتياوې او طبي ګټی په لاندی ډول دي :
1 خورما بدن ته توانایي ورکوي ، په ځانګړي ډول مغزو ، زړه ، او معدی ته . د نارینه توان ( جنسی طاقت ) ته هم خورا ګټه رسوي . د چا په بدن کې چې د ( ایوډین ) کمی وي باید خورما استعمال کړي .
2 کمزوری او خوار بدن ته قوت او غټوالی ور په برخه کوي او خوار بدن والا چې ډېره یخني یي کېږي باید خورما ډېره اندازه استعمال کړي . د ځینو ښځینه ناروغیو لپاره د خرما استعمال ډېر ګټور دی . لکه د ملا درد ، چې د ملا په آخیري برخه کې وي او لامل يې د ښځې سپینه ناروغي ده ، کله چې ډېره شي نو دغه رنځ رامنځ ته کېږي .
3 – د بچي پیدا کېدو وخت کې که اوه دانې خورما له شودو سره استعمال شي نو په پیدا کېدو کې به آساني رامنځ ته شي . د کومې ښځې چې شوده لږ وي او بچی يې پرې نه مړېږي باید خورما له شودو سره یوځای ډېره استعمال کړي . نوی پیدا شوي کوچني لپاره خورما د ښه ګوټي کار ورکوي .
4 – د زړه په نارغیو کی خورما ځانګړې ګټې لري او بیا د « عجوه » په نوم ځانګړې خورما چې یوازې په مدینه منوره کې کېږې ډېره اغیزمنه ده . نوې څیړنې جوته کړې چې خورما د زړه په خوزښت کې سمون راولي . که هره ورځ پنځه شپږ دانې خورما وخوړل شي نو د بدن د کیلشمو اړتیا پوره کوي .
5 – د خورما استعمال سره د وینی کولیسټرول ( د وینی ټینګوالی یا د وینی غوړ ) نه زیاتېږي کوم چې د زړه خوزښت کې ګډ وډي راولي . کوم خلک چې هغه کارونه کوي چې مغزوته پرې ستړیا رسېږي ، د هغوی لپاره خورما یو بې سارې ډالۍ ده .
6 – د خبرې هېرېدو ناروغۍ لپاره هم ګټه کوي . د لاسونو رپیدو ناروغی لپاره خورما ښه ګټه رسوي . د والګي یا زکام په وخت کې د ټوخي او بلغمو لپاره ښه ګټه رسوي . خورما جراثیم وژونکې او زخمونه ډکونکیې ځانګړتیا لري . د زیړي ناروغ لپاره د خورما استعمال ډېر ګټور دي . د زهرو اثر پای ته رسولو کې بسپنه کوي .
🩺 ورما د استعمال په اړه ځېنې لارښودنې :
1 – د خورما ګټوراستعمال داسې دی چې د شپې پنځه دانې خورما په تړمو یا ګرمو شودو کې واچول شي او سهار یې په اور جوش کړي او بیا يې وخوړل شي او شوده ورپسی وڅښل شي . دغه کار ورځ کې دوه ځله هم کولای شئ ، د جنسی طاقت لپاره دغه طریقه ډېره غوره ده .
2 – خورما او انځر په یو وخت کې دواړه استعمالول ښه نه دي ، باید د ۶۰ یا ۷۰ ګرامو څخه زیات په یو وخت استعمال نه شي چې د کمزورې معدې والا لپاره به د ګټې پرځای زیان ورسېږی .
3 – خورما چې اوبو کې خیشته شي او په اوبو کې یې خوند ووځي ، دغه اوبه لاندې نارغیو ته ګټور دي :
1 – د بدن کمزوري او خفګان .
2 – د معدې کمزوري .
3 – د خولې زخمونه