زلمی خلیلزاد په داسې حال کې چې وايي د دوحې تړون په افغانستان د جګ-ړې د پای ته رسېدو لامل شوی مخکني ولسمشر محمداشرف غني پر خلیلزاد کلکې نیوکې کړې او یاد تړون یې یو ناورین بللی دی
. زملي خلیلزاد په یوه مرکه کې ویلي د دوحې تړون یو تاریخي تړون و چې د امریکا په سیاستونو کې بدلون او د افغانستان روان وضعیت په کتو سره ترسره شوی دی.
خو نوموړي څرګنده کړې چې دغه تړون په بشپړه توګه اجرايي نشو او که په سمه توګه اجرا شوی وای له هغه وروسته پېښې به بل ډول مخکې تللې وای. خلیلزاد ویلي، د دوحې تړون پر بنسټ ولاړ ډېر کارونه
لا هم نا بشپړ پاتې دي. په راپورونو کې راغلي چې خلیلزاد په دغو خبرو کې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د افغانستان د هغه وخت حکومت او مهم شخصیتونه له تا:لبانو سره د سولې د خبرو اترو له بهیره نا خبره ساتل شوي وو او زیاته کړې یې ده چې د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني
، د تېر حکومت د سولې عالي شورا رییس او نور ساسي شخصیتونه د دوحې مذاکراتو له ټولو پرمختګونو خبر وو