خلیلزاد؛ که ا.ا.ا ژمنې عملي کړي ستونزه نشته، په رسمیت يي پيژنو
امریکا وروسته د ملګرو ملتونو له کلنۍ غونډې په خپلو تازه ګڼو کې داسې راپورونه خپره کړي، چې د افغانستان اوسني حکومت ا.ا.ا د رسمیت پيژندلو کې مهم رول او ونډه لري، تیره ورځ د ملګرو ملتونو له دفتر په یوه خپره شوي راپور کې ویل شوي وو چې د نجونو تعلیم او بشري حقونو ته درناوی د ا.ا.ا د ژر پیژندلو په معنا ده او بايد ا.ا.ا داغه برخې ته تر هر څه زیاته توجو او فکر وکړي.
په ورته مهال، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرانیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، په افغانستان کې اوسنۍ ا.ا.ا حکومت د امریکا لپاره د خطر وړ نه دي او نه غواړي امریکا ته کوم ګوا ښ پېښ کړي. خلیلزاد زیاته کړي که ریښتیا ا.ا.ا په خپلو کړوو او لاسلیک شویو ژمنو عمل وکړي د نړۍ او په خاص خاطر د امریکا لپاره هیڅ ستونزه نشته او ا.ا.ا ډير ژر په رسمیت وپيژندل شي.
زلمي خلیلزاد چې په یوه تازه خبري مرکه کې چې خبریالانو ته يي خبرې کولې ویلي دي، په افغانستان کې وروستي تحولات هيڅ زما او په تیره بیا د امریکې ولسمشر جو بایډن ته د منلو نه وو او يوناڅه په بدل شو، دده په وینا چې موږ فکر کاوه افغان ځواک به مقاومت وکړي خو برعکس هر څه د تمې خلاف وشول.
د یادولو وړ ده، چې خلیلزاد ا.ا.ا څخه غوښتي دي، چې د نجونو تعلیم او بشري حقوقو ته باید زیاته پاملرنه وکړي ،که ا.ا.ا ژر د حکومت رسمي کیدل غواړي.