خلیلزاد: د افغانستان د منزوي کولو پلویان نه یو، خو حاکم نظام دې خپلې ژمنې عملي کړي. د افغان سولې لپاره د امریکا
پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي: ” امریکا تر دې دمه د افغانستان د منزوي کولو یا اقتصادي او سیاسي ماتې پلان نه لري.” نوموړی وایي: ” له
افغانستان سره د امریکا اړیکې د دوحې په هوکړه پورې تړلې دي او څومره چې دا هوکړه عملي کېږي له کابل سره به د واشنګټن اړیکې ښې شي. هغه ادعا کوي چې د هوکړې ډېرې برخې نه دي عملي شوي نو امریکا ځکه خپل ډیپلوماتیک
ماموریت ځنډولی. هغه همدا راز ویلي: ”د دوحې هوکړه د ټولو اړخونو په ګټه ده او عملي کول به یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ اړیکې ښې کړي”