د وینې کمښت هغه ستونزه ده چې نن سبا ډېری کسان ورسره لاس او ګرېوان دي، خو د هرې ستونزې لپاره حل لاره هم وي. ډېر څه شته چې دغه ستونزه له منځه وړلی شي، تر ټولو اسانه او ارزانه لار یې خرما ده
.
په خرما کې شته اوسپنه د وینې د کمښت او مګنیزیم یې د سرطان مخه نیسي، دا چې په خرما کې د فاسفور کچه هم لوړه ده، نو ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې فکري کارونه کوي.
د تغذیې د برخې متخصصین او روغتیا پالان وایي، که خرما یوازې او یا هم له لبنیاتو او بادامو سره وخوړل شي، د هغو لپاره چې روژه نیسي، فکري او یا هم دروند فزیکي کار کوي، ښه او مقوي خواړه حسابېږي.
په خرما کې شته فیبر د وینې غوړ له منځه وړي، قند، موسیلاژ او پکتیکي مواد یې د سینې په نرمولو او د ټوخي په له منځه وړو کې مرسته کوي. خرما د انسان جنسي قوت زیاتوي او په معده کې اضافي اسید له منځه وړي.
دا چې خرما له ډېرې پخوا زمانې خلک د قوي خوړو په توګه کاروي، په سنتي طب کې یې هم ډېرې ګټې په ګوته شوې دي چې په دې وروستیو کې له علمي پلوه هم تایید شوې دي.
د سنتي طب له اړخه د خرما ګټې:
د خرما خوړل په یوازې ډول او یا هم له شیدو سره د دې لامل کېږي چې ارام خوب وکړئ.
خرما د لیدلو او اورېدلو حس پیاوړی کوي، د مکروب ضد خاصیت لري او د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت زیاتوي. د امیدوارو مېرمنو لپاره یې ګټه دا ده چې د ارامۍ احساس کوي او د شیدو په زیاتوالي کې ورسره مرسته کوي. خرما معده پیاوړې کوي او د اسهال د کابو کولو لپاره ګټوره تمامېږي.
د خرما جانبي عوارض:
دا چې خرما په زیاته اندازه شکره لري، نو په خوړلو کې یې باید افراط ونه شي، که څه هم ان هغه کسان چې د شکرې پر ناروغۍ اخته دي، د خرما له خوړلو نه دي منع شوي، خو بیا یې هم باید په خوړو کې توازن په پام کې ونیول شي. دغه راز که خرما له اندازې زیاته وخوړل شي، د غاښونو د وروستېدو او چاغوالي لامل کېږي. په ټوله کې ویلی شو چې خرما د کم خونۍ، سرطان، قبضیت، ټوخي، اسهال، تبې، انفلونزا، سردرد او التهاب ضد خاصیت او په لسګونه نورې ګټې لري.