اقتصاد

خانجان الکوزی د افغانستان ايران ترمنځ اقتصاد په اړه يو ډير مهم خبر ورکړو

BackgroundEraser 20230321 085513023
Avatar photo
Written by Zwak News

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، له اتلس کلونو وروسته د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې فعالیت بېرته پیل کړ.

الکوزی وايي، د دې ګډې خونې د فعالیت د بیا پیلېدو له کبله به د افغانستان او ایران تر منځ سوداګري راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي. نوموړی وايي، اوسمهال د افغانستان او ایران سوداګري په کال کې ۲ میلیارد ډالرو ته

رسیږي، خو تر ډیره دا سوداګري یو اړخیزه ده. تر دې مخکې یو شمېر افغان صنعتکارانو او د فابریکو خاوندانو شکایت کړی چې ایران هغه

شیان افغانستان ته په ارزانه بیه صادروي چې په افغانستان کې تولیدېږي او له دې کبله د افغانانو فابریکې له سقوط سره مخامخېږي.

Leave a Comment