خام پياز د مرۍ ، تبې او زکام له پاره ګټور دي . روغتيايي راپورونه وايي چې خام پياز غرمه له ډوډۍ سره خوړل د اِنسان بدن ته ډېره ګټه لري .
� دا کولای شي خرابه مرۍ جوړه کړي او سړی له تبې او زکام څخه راوباسي . که څه هم پاخه پياز ډېر خوړول کېږي ، تقريبا هر عادي خواړه يوه اندازه پياز لري ، مګر نوي راپورونه د خامو پيازو ګټې برسېره کوي .
� راپورونه وايي چې خام پياز د بدن داخل کې انفکشن په آسانۍ له منځه وړي . ر وغتياپوهان وايي چې له ډوډۍ سره د خامو پيازو خوړل پر نورو ګټو سربېره د مرۍ ښه کولو له پاره ګټور دي ، او له زکام او تبې څخه ناروغ ښه کوي . کله نا کله د وينې د ودرولو لپاره هم خام پياز کارول کېدای شي .
هدف مو خدمت ده ، او ستاسی د کامِل روغتیا په هیله .
که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه . داسی نورو طبی ، اسلامی او اصلاحي لیکنو لپاره زمونږ فیسبوک پاڼه لايک کړي