حکمت خليل کرزی موږ ټول نه يوازې مسؤل یو، بلکې بايد شرمنده هم واوسو ځکه چی
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پخوانی مرستيال حکمت خليل کرزی وایي، يو کال بشپړ شو چې نجونو نشي کولای له شپږمو ټولګيو پورته ښوونځيو ته لاړې شي او له خپلو هيلو څخه بې برخې شوې دي.
هغه زياته کړې، چې موږ ټول نه يوازې مسؤل یو، بلکې بايد شرمنده هم واوسو. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ (يوناما) چارسمبالي مارکس پوټزل هم ويلي، چې له ښوونځيو څخه د نجونو بې برخې کول هېڅ ډول معتبره توجيه نه لري.