د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر حمدالله محب د مقاومت شورا په نوم د جوړې شوې ډلې وروستي منشور ته په اشارې وايي، تر څو چې د ټولو افغانانو تر منځ یوه اجماع او یووالی موجود نه وي، افغان ولس ته د نسخو وړاندې کول ګټه نه
لري.
د هغه په خبره، د سیاسیون بې اتفاقي د جمهوریت د سقوط په عواملو کې د پام وړ وه او اوس پکار ده، چې یووالي
ته کار وشي.
محب زیاته کړې، ولسمشر غني نه غوښتل تا-لبان مشروعیت پیدا کړي، ځکه، چې پر دې ډلې بې باوره وو او همدا بې باوري ددې لامل شوه تر څو هغه له وطنه ووځي.