افغانستان تعلیم خبرونه

حامد کرزی: له احتیاج او اوسنیو ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لار زده کړې دي

20220617 074407
Avatar photo
Written by Zwak News

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې له احتیاجه او له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لار زده کړې دي.

نوموړي د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی دی چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي،

چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو دیني علماوو له شپږم تولګي نه تر دولسم پورې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو مکرره غوښتنه کړې چې په دوام یې دا ځل د بادغیس علماوو ا.ا څخه د نجونو د ښوونځیو دوباره پرانیستل غوښتي دي.

پخواني ولسمشر په افغانستان کې د تعلیم د ودې لپاره د علماوو د غږ درناوی کړی او د افغانستان ا.ا څخه یې غوښتنه کړې ده چې د افغان ولس ځانګړې توګه د دیني علماوو دې غوښتنې ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي پرانیزي.

Leave a Comment