خبرونه

حامد کرزی: د امریکایانو په افغانستان کي يو لوي خيانت افشآ کړو

BackgroundEraser 20220809 084218317
Avatar photo
Written by Zwak News

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې د غوښتنو منلو ته اړتیا لري. نوموړي د امریکا له عامه راډیو سره په یوه مرکه کې د افغانستان د وضعیت او د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي.

هغه یو ځل بیا پر امریکا د ملکي وګړو د وژ:لو او بمبار له امله نیوکه کړې ده او وایي امریکایانو دومره ملکیان وو:ژل چې نور نو پر ملکیانو بر:ید په هېڅ صورت تېروتنه نه شو بللی. دده په خبره پر ملکي وګړو قصدا بر:یدونه کېدل او امریکا ځينې داسې ګروپونه روزلي وو چې دوی تر امریکايي عسکرو هم د افغانانو پر وړاندې ظالمانه چلند کاوه.

هغه د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده او وایي چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی، خو د خلکو اقتصاد کمزوری دی، بېکاري ډېره شوې ده، له هېواده د خلکو وتل ادامه لري چې دا هر څه د افغان ټولنې لپاره ناورین دی. نوموړي ویلي افغان حکومت باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني، یو نماینده حکومت جوړ کړي او د افغانانو هیلې پوره کړي.

Leave a Comment