افغانستان نړۍ

حامد کرزی؛ ما او عبدالله عبدالله ته بهر ته د سفر کولو اجازه نشته، اوکراین دې د افغانستان له تجربو زده کړي

FB IMG 1646851504925 2
Avatar photo
Written by Zwak News

حامد کرزی؛ ما او عبدالله عبدالله ته بهر ته د سفر کولو اجازه نشته، اوکراین دې د افغانستان له تجربو زده کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي دي، چې ده او ډاکټر عبدالله عبدالله ته د بهر تګ اجازه نشته او په وینا یي ده د مرکزي حکومت پرېکړۀ ده، ښاغلي حامد کرزي زیاته کړي ده،

چې اوکراین باید د افغانستان او عراق له درسونو زده کړۀ وکړي او په وینا یي چې ناباید د غربي نړۍ په درغجنو وعدو تیروځي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د هندو ورځپاڼې سره يي په یوه خبري مرکه کې خبرې کولې ویلي دي، زموږ په شان هغه وروسته پاتې هیوادونه افغانستان او اوکراین باید د ځواکمنو او طاقت لرونکو هیوادونو په سیاسي لوبو کې داخیل نشي،

او په خبره یي باید چې د ځواکمنو قدرتونو تر منځ واړه هیوادونه همیشه تر پښو لاندې کیږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هیله څرګنده کړي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان اوسنۍ وضعیت کابو او مهر کړي او په خبره یي چې باید نړیواله ټولنه دې د افغانستان د خلکو اقتصادي مشکلاتو ته رسیده ګي وکړي.

د یادولو وړ ده ،چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران له یو بل مشهور تلویزیون صد او سیما سره په یو بلې مرکې کې ویلي دي ‌،

چې زیات ټینګار یي پر یو ټولشموله حکومت دی او په خبره یي چې نوی حکومت باید یو ګډ او ولس ته منلی نظام جوړ او ترتیب کړي.

Leave a Comment