افغانستان خبرونه

حامد کرزی؛ امریکا دې د افغانستان مالي شتمني آزاده کړي

FB IMG 1656638233557
Written by Zwak News

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو شویو سره د ۵۵ میلیونه ډالرو بشرپاله مرستې هرکلی کړی دی.

پخواني ولسمشر د یوې اعلامیې په خپرولو سره له امریکا څخه غوښتي چې اووه میلیارده ډالر چې د افغانستان بانک مالي پشتوانه ده؛ ازاده کړي، د افغانانو د امانت په توګه دې ترې ساتنه وکړي او په نورو برخو کې دې نه لګوي.

پخوانی ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې امریکا په وروستیو کې اعلان کړی دی چې په پکتیکا او خوست کې به د زلزلې له اغېزمنو سره ۵۵ میلیونه ډالر مالي مرسته وکړي

او دغه راز یې ویلي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټامس ویسټ په مشرۍ پلاوی یې په قطر کې د ا.ا له استازو سره پر اقتصادي ثبات، تړلیو ښوونځیو او ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې اترې کوي.

Leave a Comment