د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا NPR رسنۍ سره په خپلې تازه مرکه کې ويلي، هېواد يې د داسې حکومت خاوند نه دی چې ټول افغانان پکې خپل ځانونه وګوري.
پخواني ولسمشر ويلي، له اقتصادي اړخه افغانستان له ناورين سره مخ دی او خلک هېواد پرېږدي.
د نوموړي په وينا، له هېواده د افغانانو وتل يو لوی ناورين دی.
پخواني ولسمشر زیاته کړې، ط” الب مشران غواړي د امريکا باور ترلاسه کړي، خو د نوموړي په وينا دوی بايد مخکې له دې نه د خپلو افغانانو باور ترلاسه کړي. کرزي د نجونو پرمخ د ښوونځيو د دروازو تړلو ته په اشارې سره ويلي، که دا وضعيت همداسې دوام وکړي، نو يوه لسيزه وروسته به موږ له دې څخه هم په بد حالت ولرو.
نوموړي په دې مرکه ويلي سره له دې چې څو څو ځلې يې بهر ته د تګ غوښتنه کړې خو په وينا يې ط” البان ورته اجازه نه ورکوي.
د کرزي په وينا، ځيني امريکايي چارواکي اوس هم هيله لري او وايي چې هر څه له منځه نه دي تللي، خو نوموړی بيا په دې باور نه دی او ويلي يې دي چې موږ هرڅه بايللي دي.