خبرونه

حامد کرزي له امريکا څحه يو مهمه غوښتنه وکړه

BackgroundEraser 20220916 081752055
Avatar photo
Written by Zwak News

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا هغه پرېکړه چې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ یې په دوو برخو ویشلې رد کړې او‌ غوښتنه یې کړې چې یاده شتمني دې په بشپړه توګه د افغانستان د خلکو د ملي خزانې په توگه محفوظه وساتل شي


. د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې‌ په خپرولو سره ویلي چې حامد کرزی به د امریکا هغه تصمیم چې پر اساس یې سویس کې د «افغان فنډ» په نوم صندوق جوړیږي،


څېړي او تر هراړخیزو مشورو وروسته به خپل موقف څرگند کړي. د امریکا د مالیې وزارت تازه اعلان کړی چې دا پیسې به د افغانستان بانک ته، نه انتقالېږي، بلکې نوي‌ جوړ شوي صندوق ته به انتقالېږي چې


د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو معاملاتو، د وارداتي برېښنا د پېسو د ورکولو، د پورونو د ورکولو او د پېسو د چاپولو په ګډون د نورو ټولو اړوندو اړتیاوو د پوره کولو مسئولیت به په غاړه لري.

Leave a Comment