خبرونه

حامد کرزي د ښونځيو نه پرانستل په اړه د تا:لبا’نو يو عټ راز افشآ کړو

BackgroundEraser 20220817 104130919
Avatar photo
Written by Zwak News

د اوسني حکو-مت ګڼ مهم مشران د ښوونځیو د پرانیستل کېدو ملاتړي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي په اوسني حکومت د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ فکر شته دی او په خبره یې ستره برخه مشران د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو له بهیر سره مخالف دي.

حامد کرزي ویلي چې افغانستان له جګ-ړو راوتلی دی او د نو’ي حکومت مسوولیت دی چې د ملت د خدمتګارانو په توګه د دوی غوښتنو ته درناوی وکړي او دوی ته په ډاډمنه فضا کې د ژوند زمینه برابره کړي. هغه وایي چې تعلیم او کار د ټولو افغانانو حق دی او افغان نجونې باید ښوونځيو ته لاړې شي.

 حامد کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د اوسني حکومت ډېره برخه مشران ښوونځیو ته د نجونود تګ ملاتړي دي او په دې برخه کې پراخې هڅې روانې دي چې ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

Leave a Comment