حامد کرزی؛ د تیر حکومت په ارمان شو.
وروسته له هغې چې کابل د ا.ا.ا په ولکه کې شو د افغانستان پخواني مشرانو او ځینو خپل سرو سیاسونو او همدا شان د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځینو له ا.ا.ا څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړ، او ځینو بیا د ټولنیزو رسنیو له لارې ځانونه د ا.ا.ا لخوا د ولایتونو والیان معرفي کړل چې د دوی له منځه یو يی همایون همایون وو، چې خپل ځان يي د کابل د والي په توګه معرفي کړی وو.
خو په ورته مهال د ا.ا.ا د نوې او سرپرستې کابینې تر اعلان وروسته د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځینو ددغه کابینې اعلان ته،چې ګویا په کابینه کې هیڅ د ټولشموله حکومت څرک نه لیدل کیږي سخت غبرګون وښود ،ده زیاته کړه چې د اوسني حکومت په نسبت تیر حکومت یو څه زموږ او په خاص کار د افغانانو په ګټه وو لکه څنګه چې موږ او افغانانو د ا.ا.ا څخه تمه درلوده، هماغسې ونشو.
د یادولو وړ ده، چې حامد کرزي د یوه ایراني آژانس سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ا.ا.ا باید د افغانستان د ملي اردو په شمول ټول تیت پرک شوی پوځ منسجم کړی وای، او د ا.ا.ا د جن/ګیالیو تر څنګ يي د تیر حکومت ټولو پولیسو ته ځای ورکړی وای ،او یو منظم نړیوال ځواک یي جوړ کړی وای.
نوموړي زیاته کړي، د روانو ټولو ناخوالو یوازینۍ لار د ګډ حکومت جوړیدل دي.