د امریکا ولسمشر «جو بایډن» د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نړۍ مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ویلې او له بېوزلو سره په مرستهکولو یې ټینګار کړی دی.
بایډن ویلي چې هغه او مېرمن یې د امریکا په ګډون د ټولې نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي وايي او هیلهمن دی چې دا اختر په خوښۍ او آرامۍ ولمانځي.
د امریکا ولسمشر په اعلامیه کې په ټولو مسلمانانو غږ کړی چې خپلې قربانۍ له بېوزلو کسانو سره شریکې کړي او هر اړخیز لاسنیوی یې وکړي.
جو بایډن سږ کال د حج د فریضې د اداکولو په موخه عربستان ته د تللو کسانو په اړه ویلي چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې دا هغه پرمختګ دی چې د کورونا وایروس پر ضد له مبارزې وروسته وشو.
هغه ویلي، د ټولو حاجیانو حج دې قبول شي، خو په وینا یې چې دا د ټولو انسانانو د راټولېدنې لپاره ښه فرصت دی او باید چې د بېوزلو په ګډون د نړۍ ټول انسانان ښه ژوند ولري.