جنسي کمزوري یا ژر انزال کېدل ايا تاسو هم په دغی ناروغۍ اخته یاست؟🎎 يوځل يې حتمي ولولئ🌀 دجنسي ملګرې تر قناعت او اشباع کیدو مخکې دمني خارجیدو ته ژر انزالېدل واېې. څیړنې ښي چی په هرو دریو نارینه وو کې یو يې دژر انزالیدو ستونزه لري. دژر انزالیدو لپاره کوم ځانګړي طبي معیار او
وخت نه دی ټاکل شوی، دژر انزالیدو او په وخت انزالیدو موضوع دواړه لوریو قناعت او اشباع پوری اړه لري. دځینو ځوانانو جنسي ځواک ډیر ژر راپریږي او بیرته ژر انزال ته رسیږی،هغوئ په ځان ښه پوهیږي، چی دا ټول دجنسی بی لاری توب له امله شوي دي. دوئ که له وخت سره پرهیز وکړي،ناوړه انځورونه،په انټرنیټ کې خراب سایټونه او نور… پریږدي او همدارنګه دج
نسي بې لارې پریږدي دا ستونزې یې دوخت په تیریدو سره له منځه ځي؛ مګر که داسی وي،چی نن توبه وکړي،ددې درملنه بیا نه له طب (ډاکتري) سره شته،اونه له ارواپوهنی سره شته اونه هم له حکیمانو سره.ترټولو غوره خبره داده چی تاسو ته شدې،کوچ،دغوا غوړي،پیسته،او بادام چی جنسي ځواک دپیاوړتیاکیدو لپاره اړین توکی دي. او هم کولائ شئ د دال او لوبیاسره هم
ضایع شوی انرژي ترلاسه کولائ شئ . دجنسي کمزوري لپاره د داسی درملو اړتیا نشته،چې یوازې جنسي جذبات را وپاروي بلکې داسې درمل تاسې ته لاستونزې او ناروغۍ پیدا کوي. زه یوځل بیا ټینګار کوم چی جنسي کمزوري کومه ځانګړې بدني ناروغۍ نه ده ، دایوه اروايي عارضه ده ، چی انسان يې باید په خپله دکنټرول کړي تر څو ددی خطر ناک مشکل څخه خلاص شي. تاسي په ورځپاڼو کې په هغه اشتهاري حکیمانو مه تیروځئ چی ځانونو ته لقمان حکیم وايې،که بیا هم ستونزه وه نو له یوه تکړه او مستند رنځور پوه سره مشوره پری وکړئ . د داسی ډیرو ځوانانو دمعدې نظام خراب وي یا ډیر قبض ورته پیدا کیږی چی له دی سره یې هم جنسي ځواک کمزوری کیږي. او کله کله داسې هم کیږي چی یو نیم کس ته اختلام (دشېطان غولول) زیات کیږي یا دجریان ستونزه لري معنا داچی په ځان پوه نه وي او مني یې ترې خارجیږي، دا هم جنسي ستونزه ده او درملنه یې شونې ده.ډیری ځوانان چی عصبي ناروغۍ لري،هغوی که پرلپسې
داعصابو او ډیپریشن درمل خوري ارو مرو ورته جنسۍ کمزوري پیدا کوي؛ خو ډاکتران باید هغوئ وپوهوي ، جی داستونزه یې دتل لپاره نه وي. دا هم اړینه ده چی باید د دوا دانتخاب دغیر مسلکي کسانو لخوا درته ونه شي ځینی ځوانان یو بل ته وايي (پلانی دوا وخوړه،پلانی هم داناروغۍ درلودله،ورسره روغ مټ شو) داسی بیخي ونکړئ؛بلکی تل له مسلکي ډاکترانو سره مشوره کوئ. دژر انزالېدو لاملونه: په سلو کی ۹۵ نارینه کومه ځانګړې روغتیایې ستونزه نلري،خو بیا هم لاندې ټکي دژر انزالېدو لامل کیدائ شي. ۱ـ په ځوانئ کی دموټک (جرق) وهل دتذکیر دآلې دحساسیدو سبب ګرځي. ۲ـ په ځوانانو کی دنارینه جنسي
هورمون (ټیسټوسټیرون) دزیات والي دژر انزالیدو سبب کیږي. ۳ـ جنسي ملګرې ځانګړنی او داچی هغه کوروالي نه مخکې آمده شوې وه او که نه. ۴ـ رواني ستونزی او اضطراب. ۵ـ دلاندنیو دواګانو استعمال: ــ شراب (الکول) ــ دفشار ضد درمل لکه: Inderal(Propranol) Aldomet(Methyldopa) دمعدې درمل لکه: Rantitidine Cimitidine Omeprazole دخپګان او تشویش ضد دواګانی لکه:Stelazin(Triflouperzine) Diazepam ــ دزړه دناروغیو دواګانې لکه:Digoxin اونوری… ۶ـ دناروغتیاوې لکه:شکره هایپر تایروډیزم (دتایرایډ دغدې زیات فعالیت(زیات والی)) ۷ـ دبولي تناسلي سیستم او
پروسټاټ دغدې التهاب ۸ـ دویټامینونو کموالی ۹ـ دعصبي سیستم ستونزې ، ضربې او دجراحۍ تاریخچه ۱۰ـ Oversensitivity یانې دنارینه ډیره توجه او ډیر ګرمیدل هم دژر انزالېدو سبب کیږي. دحل لارې: ۱ـ دلومړنیو لاملونو ارې کول او ښه خواړه خوړل. ۲ـ دپورتنیو دوا ګانو پرېښودل او یا کمول. ۳ـ ښځه باید د دخول نه مخکی کاملآ آمده شي. ۴ـ دجنسي عمل په وخت کې سړی دې خپل فکر ډیر متمرکز نکړي،فقط کوښښ دې وکړي چې ښځه تحریک او مشبوع شي ځکه ښځی دنارینه وو په پرتله ژر نه آمده کیږي او نه هم ژر اورګازم
(انزال) ته رسیږي. ۵ـ که سړی ډیر تحریک او تنبه شوی وي نو دمجامعت نه یو تر دوه ساعته محکې م+و+ټ+ک ووهي. ۶ـ قضیب ته دفشار ورکولو طریقه ( (Tachnique Squeeze ـ دنزال داحساسېدو تر وخته دې مجامعت ته دوام ورکړي شي. ـ دنزال داحساسسېدو سره دې قضیب ووستل شي او د دیرشو ثانیو له پاره قضیب ته فشار ورکړئ . ـ دهر ځل دانزال احساسېدو سره دفشار راوړلو پورتنۍ طریقه تکرار کړئ تر هغه چی ښځه دانزالېدو غوښتنه وکړي. ۷ـ دتشویش او پریشانۍ رفعه کوونکي درملونه دجماع نه څو ساعته مخکې استعمال شي لکه: Capsule: Flouxetin 20 mg _1 _2 Tablet:
Anofranibl (Clomipramine) 10 mg ځوانان باید څه وکړي؟ ځوانان باید په دې وپوهیږي چې بدني کمزوري، دزړه ډار، له مرګ تیښته،ناهیلي، ماتې منل او همدارنګه چې څوک له ژونده بېزا