جنسي لارښود

جن+سي کمزورتیا مو پدې خوړو ختمه کړئ!

20220823 115358
Avatar photo
Written by Zwak News

که چیري کوم سړی جن+سي کمزورتیا لري یا په راتلونکي کښې له جن+سي کمزورتیا ځان بچ ساتل غواړي نو د کومې ګرانبیه دواېې یا درملو د اخیستلو او خوړلو هیڅ ضرروت نشته ځکه چې الله تعالی د یوې وچې میوې په بڼه کښې انسان ته د جنسي طاقت لویه خزانه ورکړې ده .

د ترکیې ساینس پوهانو په اولسو (۱۷) ځوانانو چې جن+سي کمزورتیا یې لرله یو (۱) تحقیق کړی دی چې نتیجو یې د ټولې دنیا ډاکټران حیرانه کړي دي.

د ترکیې ساینس پوهانو دغو اولسو (۱۷) ځوانانو ته هره ورځ کابو سل (۱۰۰) ګرامه وچه پسته ورکوله او یوازې په دریو (۳) اونیو کښې د نوموړیو ځوانانو په ژوند کښې یو ستر بدلون راغلی وو او د هغوې جن+سي کمزورتیا ختمه شوې وه او هغوې له مخکې څخه ډیر ښه د کوروالۍ وړ شوی وو .

په دې سر بیره ددغو اولسو (۱۷) ځوانانو روغتیایي حالت
هم ښه شوی وو او مثبت بدلون پکښې راغلی وو .

په دغو اولسو (۱۷) ځوانانو کښې دغه راز ګټور کولیسټرول ایچ ډی ایل (HDL) زیات شوی او تاوان لرونکی کولیسټرول ایل ډی ایل (LDL) کم شوی وو .

د ترکیې ساینس پوه نائیجل مشیل د تحقیق د نتیجو په اړه وویل پسته ډیره ښه میوه ده او پروټین پکښې زیات دی او په پسته کښې داسې غوړوالی شته چې د انسان د بدن لپاره ګټه لري .

هغه وویل په پسته کښې شنه برخه په اصل کښې اینټي اکسیډانټ (Anti Oxidant) ده کومه چې دانسان بدن نه یوازې له فاسدو موادو پاکوي بلکې دانسان ذهني دباو هم کموي .

دغه ساینس پوه وویل تاسو د هغو کسانو لپاره چې وادونه یې کړي دي پسته یو خاص نعمت بللی شئ ځکه چې په پسته کښې سلینم شته او زینک پکښې هم شته کوم چې د نرانو مني زیاتوي او د سړیو ټیسټاسټرون هارمونونه هم زیاتوي .

لنډه دا پسته داسې وچه میوه ده چې یوازې په یویشتو (۲۱) ورځو کښې د سړیو جنس!ي کمزورتیا ختموي

Leave a Comment