د_جماع_ادآب:
تر هر څه مخکي ستاسو څخه ډېره بخښه غواړم ، حیا هم ډېر زور را باندي وکړئ ، چي لاندي لیکنه مي کول بلکي د زړه په زور مي لیکنه وکړه پوښتونکي یې بیخي ډېر وه او ځیني مسئلې پکښي ډېري مهمي وي که یو ځای ځیني خبري سپیني سوي وي هیله ده په خپله بزرګوارۍ ماته بخښه وکړئ.
#د_کوروالي_مقصد:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د جماع یا کوروالي لپاره په زړه پوري او پوره ډول هدایات کړي که یې څوک عملي کړي نو د یوه اړخه به یې کامل لذت او خوند لاسته راوړی وي او د بله اړخه، چي اصلا جماع د کوم مقصد لپاره ده هغه مقصد به یې لاسته راوړی وي.
جماع کول اصلا د درو مقاصدو لپاره کیږي:
۱: د نسل حفاظت.
۲: #د بدن څخه دهغو اوبو ایستل، چي په بدن کي یې پاتېدل نقصان رسوي.
۳: #لذت او خوند لاسته راوړل، د یوه لوی نعمت څخه لذت او خوند حاصول.
البته دا مقاصد هغه وخت لاسته راوړل کېدای سي، چي د جماع اداب زده کړل سي او عملي کړل سي.
#د_جماع ادآب په لاندي ډول دي:
۱: #لومړی داچي نیت به دي صحیح وي یعني داچي نیت به دي دا وي چي زه د خپلي مېرمني سره جماع کوم ثواب لري ، همدا ډول نیت به دي دا وي، چي په دې کار سره زه ځان او خپله مېرمن له حرامو را ګرځوم، په دې کار سره غواړم د نسل ډېرښت وکړم، چي بیا د هر فرد په ژوند کولو کي زما لپاره ثوابونه سي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
ستاسو د خپلي مېرمني سره په جماع کولو کي صدقه ده، صحابوو پوښتنه وکړه چي که څوک جماع د خپل شهوت پوره کولو لپاره کوي بیا هم ثواب پکښي سته؟ رسول الله صلی الله علیه وفرمایل: …چي څوک د روا لاري شهو-ت پوره کوي (خامخا) ثواب لري.
(رواه مسلم: ۷۲۰)
۲: دوهم ادب دادئ، چي تر جماع مخکي به د خپلي مېرمني سره د میني او ناز خبري کوې، ، بازۍ به ورسره کوې یعني داچي د مېرمني په اندامونو لاس وهل او ځانته په ناز را نژدې کول ، همدا ډول مچي ځني اخستل دجماع له ادابو څخه دي.
ددغه ادب د ثبوت لپاره درې دلایل سته:
الف: رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسي کړي دي.
ب: ښځي فطرتا داسي جوړي دي، چي د نارینه پر ناز ورکولو ډېر خوند اخلي، همدا ډول د خاوند مچي اخستل او د ميني او اظهار ورته کول دښځي په خوښو کارونو کي راځي، ډېر خوند ورباندي اخلي او ډېره په خوشحاله کیږي، که نارینه د خپلي مېرمني په بدن د شوق او ميني په ډول لاس وهي دښځي د خپل خاوند سره محبت ډېريږي او هم خوند ورباندي اخلي.
ج: درېیم دلیل دادئ، چي کوم لذت، چي په جماع کولو کي دئ په هغه کي ډېرښت راخي.
۳: تر_جماع کولو مخکي به لاندي دعا وايي:
بسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا
رسول الله صلی الله علیه فرمايي:
که چا تر جماع مخکي پورتنۍ دعا وویل او بیا الله جل جلاله ورته اولاد ورکړ، شیطان به د ابد لپاره تاوان ور ونه رسوي.
رواه البخاري 9/187 .
۴: #دخپلي مېرمني سره جماع کول د مخ له خوا هم جایز دي او د شا له خوا هم جایز دي، په دې شرط چي جماع په فرج کي وکړي یعني د اولاد دزېږد په ځای کي ځکه الله تعالی جل جلاله فرمايي:
( نساؤكم حرث لكم فأتوا حرثكم أنى شئتم ) .
ښځي ستاسو کښت دئ ، خپل کښت ته له هغه لوري راسئ (یعني جماع ورسره وکړئ)، چي ستاسو خوښه وي.
په یوه روایت کي راځي، چي یهودیانو به ویل: که یو څوک د خپلي مېرمني سره د شا له خوا د مخ په فرج کي جماع وکړي بچی به یې کوږ سترګی وي.
الله جل جلاله پورتنی ایت نازل کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په تفسیر کي وفرمايل، چي تاسو د خپلي مېرمني په فرج کي جماع کولای سئ که د مخ له خوا وي که د شا له خوا وي.
رواه البخاري 8/154 ومسلم 4/156 .
۵: #د_خپلي مېرمني سره به نزدېک د شا په طرف کي نه کوې یعني فرج نه ، بلکي هغه بله لار به د نزدیک لپاره نه استعمالوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس ملعون بللی دئ، چي دښځي سره په دبر کي نزدېکت کوي (یعني د غائطه موادو د را وتلو په ځای کي نزديکت کوي)
رواه ابن عدي 211/1
مسئله: په عامو خلکو کي مشهوره ده، چي که چا د خپلي مېرمني سره د شا له خوا په دبر کي نژدېک وکړ، ښځه ورباندي طلاقیږي، داسي نه ده بلکي طلاق نه راځي خو ګناه ده باید استغفار ووايي.
د لا روښانتیا لپاره باید ووایو، چي دښځي سره په فرج کي د شا له خوا نژدېک جایز دئ او په دبر کي نا جایز دئ.
۶: #که څوک د خپلي مېرمني سره جماع وکړي ، دوهم ځل یې بیا اراده سي نو اودس تازه کول مستحب کار دئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
کله ، چي یو څوک جماع وکړي بیا یې اراده سي نو اودس دي تازه کړي ځکه په دوهم ځلي کي ښه خوشالي راوستونکی کار دئ. رواه مسلم 1/171 .
۷: #په لاندي حالاتو کي به خاوند او مېرمن دواړه ضرور غسل کوي یعني غسل ورباندي واجب دئ:
#الف: کله ، چي د خاوند ذکر د مېرمني په فرج کي داخل سي که څه هم انزال نه وي راغلی غسل واجب دئ.