جرمني په روان زيږديز کال کې ۱.۲ ميليونو کډوالو ته پناه ورکړې ده. جرمني رسنۍ وايي چې له دې ډلې څه
باندې يو ميليون يوازې له اوکراينه ور کډوال شوي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې چې په جرمني کې د
افغانستان، سوريې، عراق او ترکيې د ۱۸۱ زرو او ۶۱۲ تنو نورو کډوالو دوسيې هم تر څېړني لاندې دي چې ښايي د کال تر پايه پناه ورکړل شي. جرمني تر دې وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې تر ټولو لوی
شمېر کډوالو ته پناه ورکړې وه چې شمېر یې ۸۹۰ زرو تنو ته رسېده. تازه شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه هېواد ته د ورغلو کډوالو شمېر يو نيم برابر شوی دی.