تعلیم

جاپان اخير هم افغانانو ته يو ښه خبر ورکړو

BackgroundEraser 20220801 114521912
Avatar photo
Written by Zwak News

کابل کې د جاپان سفیر “تاکاشي اوکادا” د ریاست الو:زرا له سیاسي مرستیال مو;لوي “عبدالکبیر” سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د جاپان له لوري تمویلېدونکې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اوکادا دغه راز زیاته کړې چې دوی چمتو دي، څو د سرې میاشتې له لارې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله له زیانمنو شوو خلکو سره اړینې مرستې وکړي.

په ورته مهال مولوي عبدالکبیر د جاپان له مرستو د مننې ترڅنګ د دغو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

باید وویل شي چې جاپان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د خپلو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی و.

Leave a Comment