هند ـ حیدر اباد: دوه خویندې چې سرونه یې نښتي، دولسم یې پاس کړ خو د مور او پلار د مینې کمی احساسوي.
وینا او واني 19 کلنې دي، مور او پلار یې روغتون کې پرېښې وې، بیا د نیلوفر په نوم مرکز یې ساتنه کوله، او اوس د (ویمن اینډ چايلډ ویلیفیر ډیپارتمنټ) سره دي.
دوی وايي، کله چې یوه تلویزیون ګوري، بلې ته نه ښکاري خو بیا د لویې ښېښې په مرسته یې ګوري.
وايي، هڅه کوي داسې دنده ترلاسه کړي چې د ناستې وي او دواړو په یو ځای کار وکړي.