جالب خبر:
ویتنام کې یو تن له 80 کالو راهیسې د سر ويښتان نه دي کوچني کړي.
د ویتنام هېواد جنوبي سیمې میکانګ ډیليټا 92 کلن وین چین له 80 کالو راهیسې د سر ويښتان نه دي کوچني کړي.
هغه وايي: (زما یقین دی که ويښتان کوچني کړم، په هماغه ورځ به مړ يم.)
هغه زیاتوي: (ويښتان نه ږمنځوم، او د صفا ساتلو لپاره یې همېشه په نارنجي ټوټه پټوم)
هغه همدا راز وايي: په اووه خدایانو باور لرم، او ويښته مې د همدوی په طاقت ولاړ دي.
زوی یې وايي: پلار سره مو د ويښتو په ساتلو کې مرسته کوو، خلکو ته به ويښتان پرېښودل ساده خبرې ښکاري خو موږ یې مقدس ګڼو.
د ميکانګ ويښتان 5 متره اوږده شوي.
د الله ج د ذات او شتون څخه ناخبره خلک!